د تخار په ولایتي روغتون کې د جدي پاملرنې ۱۰ بستريزه څانګه پرانیستل شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۳۷
moph

د تخار په ولایتي او تخصصي روغتون کې د جدي پاملرنو (ICU) ۱۰ بستریزه څانګه د عامې روغتیا وزارت له داخلي بودجې څخه د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 د دغې څانګې د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د تخار والي مولوي سمیع الله حزب الله، د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي او یو شمېر روغتیايي مسؤلینو او کارکوونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د دغې څانګې فعالېدل په تخار کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام وباله او ویې ویل:  دغه وزارت هڅه کوي چې تخصصي او معیاري روغتیايي خدمتونه د هېواد  سیمو کې پر وخت اړین روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۹:۷
Background image

د عامې روغتيا وزارت د بېلابېلو مرکزي رياستونو کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د اړتياوو ارزونې غونډه ترسره شوه

دا غونډه د عامې روغتيا وزارت په لوی تالار کې د دغه وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست په همکارۍ د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د افغانستان د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري ترسره شوه، چې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس له ازبکستاني پلاوي سره لیدنه وکړه

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین‌الله شریف، د ازبکستان د عامې روغتیا وزارت د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې له مرستیال ظفربیک قاسموف، په کابل کې د دغه هېواد له اقتصادي اتشې. . .

BACK TO NEWS