د تخصص برنامې بشپړولو لپاره شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو آزموینه ورکړه

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۶:۲۸
د تخصص برنامې بشپړولو لپاره شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو آزموینه ورکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت د جمعې ‎په ورځ (د ۱۳۹۹/ لړم ۲) نېټه د ازموینې ملي ادارې په همکارۍ د تخصص برنامې کې د شاملېدو په موخه ازموینه واخیسته.

په دغه آزموینه کې د طب بېلابېلو څانګو د هېواد له ټولو برخو څخه شاوخوا ۴۹۰۰ تنو ګډون کړئ وؤ.

دغه آزموینه د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، د آزموینو ملي ادارې سرپرست ښاغلی عبدالقدیر خموش، په مشرانو جرګه کې د خلکو استازی ډاکټر زلمی زابلی، په ولسي جرګه کې د خلکو استازی ډاکټر یارباز خان حميدي او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مشرتابه په شتون کې واخیستل شوه.

د عامې روغتیا وزارت نوماند، د دغې آزموینې لړۍ له نږدې و څارله او د آزموینې له شفافیت څخه یې ډاډ ترلاسه کړ.

ډاکټر عثماني د روغتیايي کارکوونکو او د آزموینې ملي ادارې له مسؤلینو څخه چې له څو ورځو را په دېخوا د پوښتنو چمتو کولو په پار په قرنظین کې وؤ مننه وکړه او د آزموینې د ترسره کولو بهیر یې وستایي.

له بلې خوا، د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل او د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معینیت سرپرست ډاکټر عبد القدیر قدی د دغې آزموینې له ساحې څخه لیدنه وکړه او د ازموینې د پروسې څرنګوالی یې وارزؤ.

دا په داسې حال کې ده چې د ۴۹۰۰ نوماندانو څخه به ۴۲۸ تنه د یوې شفافې پروسې تر بشپړولو وروسته د طب په بېلابېلو څانګو کې جذب شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۵:۳۹
Background image

د عامې روغتیا وزیر د قطر هیواد د بهرنیو چارو له وزیرې سره وکتل

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي قطر هېواد ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې لوء لوء الخاطر سره وکتل

 په دې کتنه کې چې په قطر هېواد کې د اسلامي امارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۳:۳۸
Background image

په تېره یوه میاشت کې د پنجشېر ولایت رُخه ولسوالۍ روغتون کې ۴۸ ستر عملیاتونه ترسره شوي!

د پنجشېر ولایت رُخه ولسوالۍ څلوېښت بستریز روغتون مسؤل، ډاکټر شمس الحق سروري وویل، د روان کال سرطان میاشت کې ۴۸ بېلا بېل ستر عملیاتونه د یاد روغتون د روغتیايي کارکوونکو له لوري ترسره شوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۳:۱۷
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ځینو ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین لیدنه تر سره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه

په دې. . .

BACK TO NEWS