د تورخم اساسي روغتیايي مرکز ایمرجنسي روغتون ته ارتقاء ورکړل شوه

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۵:۱۰
د تورخم اساسي روغتیايي مرکز ایمرجنسي روغتون ته ارتقاء ورکړل شوه

د تورخم اساسي روغتیايي مرکز ( BHC ) څخه ایمرجنسي روغتون ته ارتقاء ورکړل شوه:

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د ننګرهار والي، حاجي ملا محمد نعیم اخند، روغتیايي کارکوونکو او نورو مسئولینو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، مولوي محمد اسحق صاحبزاده د دې روغتون ارتقاء د سیمې د اوسېدونکو لپاره یو ستر زېری وګاڼه او ویې ویل: ( د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د هېواد په ټولو نېږدې او لرې پرتو سیمو کې معیاري، عادلانه روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، د روغتیايي برخې ترڅنګ په چټکۍ سره په نورو برخو کې سترې سترې پروژې پرانیستل شوي دي او دا له دې ولس سره د اسلامي امارت ژمنتیا ده او وروسته له ډېره وخت څخه افغانستان خپل اصلي ساتونکی او مالک پیدا کړی دی.)

دغه روغتون شل بسترونه لري او د عمومي جراحي، عصبي جراحي، ارتوپېډي، راډيولوژي، لابراتوار او د مور او ماشوم اړوند روغتیايي خدمتونه په کې ترسره کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۳:۴۵
Background image

لوګر، پنجشیر او بادغیس ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي او ارایشي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې لوګر ولایت کې دوه درملتونونه له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول، پنجشیر ولایت کې ۲۰ قلمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۱۶
Background image

هلمند ولایت کې ۶۴۴۳ کیلو ګرامه بې کیفیته او له نېټې تېر درمل او ۱۸۰ کیلو ګرامه بېلابېل مواد وسوځول شول

دغه درمل او مواد چې د تېرو ۲میاشتو په جریان کې ترلاسه او راټول شوي و، د ولایت مقام، عامې روغتیا ریاست، استخباراتو، ښاري محکمې، فرعي ګمرکاتو او ګڼو نورو ادارو د استازو په شتون کې له منځه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۱۶
Background image

د هرات عامې روغتيا رياست له لوري د دغه ولايت په پنځمه ناحیه کې د خوراکي توکو له ۱۳ عمده پلورنځيو څخه نظارت تر سره شو

ياد‌ نظارت کې چې د څارنې او پلټنې امریت نظارتي ټيم له لوري تر سره شو، پايله کې ۱۰ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي چې ټول وزن یې ۳۵۰ کېلو ګرامه کېده، راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي. . .

BACK TO NEWS