د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې دوهمې فقرې سره سم،له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د عامې روغتیا وزارت د راډیولوژي ملي انسټېټیوټ آمریت د اړتیا وړ دوه پایه الټراسوند ماشینونو پروژه چې د پېژندنــــې شمېره یې (MOPH/NIR/NCB/1404/G5) ده. (د آسیا فارما لمټیډ) شرکت ته ورکړي، یا د شرکت (5470 -0101) ګنی جوازلرونکی او اصلي موقعیت یې (د کابل ښار پنځه لسمه ناحیه پروان هوتل خیرخانه شفق مارکیټ) کې دی. چې د تړون بیه یې (1448000) یو میلون څلور سوه اته څلوېښت زره افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کی دوی کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره او د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر درې تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د راډیولوژي ملي انسټېټيوټ آمریت د خدماتو مدیریت ته چې د پل آرتل په سیمه کې د عاجل ابن سینا روغتون ترڅنګ موقعیت لري،وسپاري.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانونې پړاوونو تړ بشپړېد و به تړون نه لاسلیک کېږي.
