د تړون ورکړې خبرتیا!

Publish Date
Closing Date
موضوع: د خیر خانې ۳۱۵ سیمه کې د عامې روغتیا وزارت اړوند ځمکې احاطوي دېوال رغولو پروژې د تړون ورکړې خبرتیا!
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د خیر خانې ۳۱۵ سیمه کې د عامې روغتیا وزارت اړوند ځمکې احاطوي دیوال رغولو پروژه، چی د تړون شمېره یې (MOPH/COSTRUCTION OF WALL/NCB/1403/W-03) ده.
د جبار پیمان ودانیز، سرک جوړونې او د ودانیزو مواد تولید شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د(D-21193)- ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( د محراب الدین قریشي مارکیټ، پروان سوم څلور لارې سرک،مرکز کابل، افغانستان) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه یې (۱،۱۳۰۴۰۵) یو میلیون، یو سل دېرش زره څلور سوه پنځه افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت په څلور لارې کې موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.