د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د احمد شاه بابا د روغتون لپاره د اکسیجن ګاز توزیع د مرکزي سیستم لپاره پایپونو چمتو کول او تدارک پروژه د ۱۴۰۵ مالي کال) چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/1405/NCB/G-2423) ده.
ذهین عمر لوژستیکي، ساختماني او سرک جوړونې شرکت ته تړون ورکړي، یاد شرکت
(64736) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (پکتیا ولایت د مخکیني روغتون ترڅنګ ) دی. چې د تړون بیه (2,220,600) دوه میلیون دوه سوه شل زره شپږ سوه افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر پنځو کاري ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.
