د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

استقلال روغتون ریاست په پام کې لري، چي د دې روغتون اړوند د ۱۴۰۳مالي کال لپاره د ۳۹ قلمو تنظیفاتي موادو تدارک او چمتو کولو تړون، چې د MOPH/EH/1403/NCB/G005 شمېرې لرونکی دی د یاران کوشا تجارتي او لوژستیکي شرکت ته، چې د ۸۶۲۹۴ جواز شمېرې لرونکی دی د (۲۴۱۸۷۳۰) افغانۍ مجموعي قیمت سره ورکړي.

حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر۷ تقویمي ورځو پورې په لیکلي بڼه د لاملونو سره یو ځای د استقلال روغتون ریاست ته چې د کابل ولایت شپږمې ناحیې دارالامان سرک ته څېرمه د علاوالدین درې لارې کې موقعیت لري د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندې کړي.

دا خبرتیا د تړون عقد په معنا نه ده او د پورته یادې شوې مودې او ورپسې قانوني پړاونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۶
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۰:۲۱
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

ګڼه       د پروژې نوم        د ریفرنس ګڼه     د آفر پرانستنې ساعت        . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۹:۳۴
Background image

د تړون ورکړې د پریکړې خبرتیا!

د استقلال ملي او تخصصي روغتون ریاست په پام کې لري، چي د دې روغتون اړوند د 1404 مالي کال لپاره د 67 قلمو لابراتواري ریجنټونو د تدارک او چمتو کولو تړون، چې ریفرینس شمیره یې MOPH/EH/1404 . . .

Back to tenders