د خوندي روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی تر ارزونې لاندې ونیول شو

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳ - ۱۵:۵۹
د خوندي روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی تر ارزونې لاندې ونیول شو

یکشنبه، سلواغه ۱۴۰۰/۱۱/۳

د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد، نن د سره صليب کمېټې او نورو اړوندو ادارو له استازو سره په ليدنه کې د خوندي روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی تر ارزونې لاندې ونیوه. 

د عامې روغتيا وزارت سرپرست، په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو پر ښه والي ټينګار وکړ او ويې ويل: موږ هڅه کوو څو په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو ښه والي ته وده ورکړو.

ډاکترعباد، په وروستيو څو مياشتو کې د عامې روغتيا وزارت د فعالیتونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د ماشومانو ګوزڼ د مخنیوي په پار د ګوزن کمپاین پیلول، د ميندو او ماشومانو د مړينې د مخنيوي په موخه د ميندو د روغتيايي خدمتونو پراخول، د عادي روغتيايي خدمتونو دوام او نور روغتيايي مسايل د دغه وزارت په فعالیتونو کې شامل دي. 

د عامې روغتیا وزارت سرپرست همداراز وویل: خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي زیاتوالی او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او موږ به هڅه وکړو څو د روغتیايي همکارانو په همکارۍ دغه اهداف ترلاسه کړو.

په ورته وخت کې د سره صليب د کمېټې عمومي رئيس ښاغلي الووا فيلیم، روغتيايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي پر زياتوالي د ټينګار ترڅنګ وويل، موږ ژمن يو چې د عامې روغتيا له وزارت سره د خوندي روغتيايي خدمتونو د زياتوالي لپاره کار وکړو.

نوموړي دغه راز د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د عامې روغتيا له وزارت سره د نړيوالو بنسټونو همکارۍ اغېزمنه وبلله.

له بلې خوا د سرې مياشتې استازي د عامې روغتيا له وزارت سره د دغې ادارې د همکاريو يادونه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به د عامې روغتيا وزارت سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د كابل ولایت په ۱۷مه او ۴مه ناحیه کې له یو شمېر روغتونونو او كلينيكونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت چې له روغتيایي تاسيساتو څخه د پلټنې رياست له لوري ترسره شو، پایله کې یې دوه روغتیایي مركزونه په ۱۷مه ناحیه او یو روغتون په ۴مه ناحیه کې له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له. . .

BACK TO NEWS