د خوړو او درملو معینیت د اجرائیوي مدیرانو او آمرینو لپاره د ډیجیټل سیسټمونو د کارونې په اړه د پوهاوي غونډه ترسره شوه
د اداري چارو د ډیجیټل کېدو بهیر پیاوړتیا، د اجراآتو چټکتیا او له الکترونیکي سیسټمونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د عامې روغتیا وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت له لوري د یاد معینیت امرینو او اجرائیوي مدیرانو ته د ډیجیټل سیسټمونو د کارونې په اړه د پوهاوي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اسنادو د تحلیل او فعالیتونو د تنظیم رئیس مولوي محمد موسی فایق، د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر انجینر محمد رستم محمدي او د یاد معینیت د مدیریت د معلوماتي سیستم (MIS) مسئول انجینر ذبیحالله ابدال د ډیجیټل سیسټمونو د اهمیت او ګټو، د کاري بهیرونو په ښهوالي او چټکتیا کې د هغو د رول او له اړوندو سیسټمونو څخه د سمې ګټې اخیستنې په اړه معلومات او لازمې لارښوونې وړاندې کړې.
همدارنګه، په دې غونډه کې د ډیجیټل سیسټمونو پر منظمې او اغېزمنې کارونې، د بېلابېلو څانګو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، د معلوماتو پر غوره ثبت او مدیریت او د کاغذي چارو د کمولو پر اهمیت ټینګار وشو.
