د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د عامې روغتیا وزارت د مرکزې لابراتوارونو د 1404 هجري شمسي کال د ا ړتیا وړ د 200 متره برېښنا کیبل د تدارک پروژه) چې د (MOPH/1404/NCB/G-2754) ریفرنس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د https://tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د عقودو قانون، لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر (سه شنبې) ورځې (11/09/1404) ه ش سره سمون لري ترتیب او په یاده نیټه د سهار په ( 10:00) بجو دې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانستنې خونې ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې تر سره کېږي.
