د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د ملالۍ روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د طبي اکسیجن ګاز او د کاربن ډای اکساید د تدارک پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/MMH/NCB/1405/G01) ریفرینس ګڼې لرونکی ده، ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د دې ریاست د خدماتو له مدیریت څخه په فلش ډیسک کې ترلاسه کړي او خپل آفرونه د شرطپاڼې د مندرجو شرایطو سره سم، د عقودو قانون او د عامې روغتیا وزارت د لنډ مهالي اجرائيوي مراحلو سره سم په سرتړلي ډول د اعلان د نشر له نېټې څخه تر یکشنبې ورځې، د (16/1/1405) نېټې پورې د ملالۍ روغتون ته چې په قوای مرکز سیمه – څلورمه ناحیه کې موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
