د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د اړوندو ریاستونو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۱:۷
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د اړوندو ریاستونو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د اړوندو ریاستونو مسؤلینو د تېرو دریو میاشتو په ترڅ کې د ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې او د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي چوپړتیاوو له مرستیال سره یې د شته ننګونو د حل او په روغتونونو او مراکزو کې د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د روغتیايي برخې د پیاوړتیا په موخه د مسؤلینو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او دې برخې ته یې د لا زیاتې پاملرنې ډاډ څرګند کړ.

نوموړي دغه راز په سمه توګه د چارو پرمخ وړلو لپاره همغږي اړینه وبلله او  په همدې موخه یې د مسؤلینو ترمنځ په لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۲:۶
Background image

د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر عبدالقدوس بریالي ارزګان ته سفر ترسره کړ

یاد سفر چې موخه یې د کلسټرونو د څارونکو او ولسوالیو همغږي کوونکو د روزنیزو پروګرامونو څخه څارنه ده، په ترڅ کې یې د پولیو ملي بېړني مرکز رئیس وویل، دا روزنیز پروګرامونه به د راتلونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۴۱
Background image

په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د خدمتونو د لا ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د خدمتونو د لا ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۱:۹
Background image

لغمان او ننګرهار ولایتونو کې له یو شمېر خصوصي درملتونونو او لابراتوارونو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت چې د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، پایله کې یې لغمان ولایت کې یو درملتون او ننګرهار ولایت کې یو لابراتوار د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شو.

دغه راز. . .

BACK TO NEWS