د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د عزیزي خیریه بنسټ له رئیس سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۳:۲۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د عزیزي خیریه بنسټ له رئیس، ښاغلي عزت الله نیازمند سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عزیزي خیریه بنسټ له لوري د یو روغتون د جوړېدو په اړه، چې د ۶۲۷ بسترونو په درلودلو سره به په وړیا توګه د سرطان درملنې، نسايي ولادي او ګڼو نورو روغتیايي څانګو کې هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړېدو چارې پیل شي بحث او خبرې ترسره شوې.

د عزیزي خیریه بنسټ مسؤلینو د یو پرېزینټېشن په ترڅ کې د یاد روغتون د جوړولو طرحه د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریکه کړه او د دغه وزارت له رهبرۍ  یې د یاد روغتون د منظورۍ غوښتنه وکړه؛ ترڅو له منظورۍ وروسته راتلونکې پروسې چې د دې روغتون د جوړولو لپاره په پلان کې دي پيل شي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د دې طرحې د تائید تر څنګ د عزیزي خیریه بنسټ د مسؤلینو څخه د مننې او قدرداني په څرګندولو وویل: ( د عامې روغتیا وزارت رهبري ژمنه ده، چې د نوموړي روغتون د جوړېدو په برخه کې د عزیزي خیریه بنسټ سره هر اړخیزه همکاري وکړي او په دې برخه کې به له هیڅ راز هڅو درېغ ونه کړي.)

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۳:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د هېواد د درملو د اتحادیې له مسؤلینو او غړو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د ا.ا.ا د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د فرمان تطبیق او له پاکستان څخه د درملو وارداتو د بندېدو په اړه بحث ترسره او نظرونه شریک شول.

د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د عامې روغتیا وزیر د FMIC له لوري جوړ شوي ۱۵م نړیوال علمي او څېړنیز کنفرانس کې ګډون وکړ

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کابل کې د مور او ماشوم لپاره د فرانس روغتیایي انسټیټیوټ (FMIC) French Medical Institute for Mother and Children) له لوري جوړ شوي ۱۵. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

BACK TO NEWS