د عامې روغتیا وزیر د FMIC له لوري جوړ شوي ۱۵م نړیوال علمي او څېړنیز کنفرانس کې ګډون وکړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۳:۴۴
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کابل کې د مور او ماشوم لپاره د فرانس روغتیایي انسټیټیوټ (FMIC) French Medical Institute for Mother and Children) له لوري جوړ شوي ۱۵م نړیوال علمي او څېړنیز کنفرانس کې ګډون وکړ.

په دې کنفرانس کې چې د عامې روغتیا وزیر، د روغتیا برخې یو شمېر مسؤلینو، ډاکټرانو، څېړونکو او د بېلابېلو علمي بنسټونو استازو ګډون کړی و ، دا کنفرانس د"زده کړې، نوښت ،کيفيت او پايښت" تر شعار لاندې د روغتیا په برخه کې د علمي څېړنو د هڅونې، نويو موندنو د شریکولو او د مسلکي تجربو د تبادلې په موخه جوړ شوی و.

د ‌عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د مور او ماشوم لپاره د فرانس روغتیايي انسټیټیوټ (FMIC) علمي هڅې وستایلې او ویې ویل:(دا ډول علمي غونډې د افغانستان روغتیايي نظام د پیاوړتیا او د خدمتونو د کیفیت لوړولو لپاره بنسټیز اهمیت لري، د علمي څېړنو ترویج، همغږي او ملاتړ د عامې روغتیا وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، ځکه څېړنه په پرمختګ، نوښت او غوره تصمیم نیونه کې اساسي رول لري، ورته علمي نوښتونه د ډاکټرانو د مسلکي ودې، د خلکو د هوساینې او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو لپاره هم حیاتي ارزښت لري).

همداراز، ښاغلي وزير ډاډ ورکړ، چې د عامې روغتيا وزارت به د څېړنیزو فعالیتونو د همغږۍ، څارنې او ملاتړ هڅې لا پیاوړې کړي، تر څو څېړنې د ملي ګټو او نړیوالو معیارونو سره سمې ترسره شي.

دغه راز، په دې کنفرانس کې ګڼ شمېر علمي مقالې او څېړنیزې موندنې وړاندې شوې، چې په کې د روغتیايي خدمتونو د ښه‌والي، د ناروغیو د مخنیوي او د عصري درملنې په لارو چارو بحث وشو.

 ګډونوالو دا غونډه د علمي تبادلې، همکارۍ او د څېړنې د فرهنګ پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وباله.

د مور او ماشوم لپاره د فرانس انسټیټیوټ (FMIC) استازو هم څرګنده کړه، چې د دوی موخه د افغان متخصصینو د روزنې، د علمي تجربو د شریکولو او د نوې پوهې د تبادلې لپاره زمینه برابرول دي او له عامې روغتيا وزارت څخه یې وغوښتل، چې د څېړنې په برخه کې د لا پراخې همکارۍ فرهنګ ته وده ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده شپاړسمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده شپاړسمه فقره:

وارداتي شرکتونه مکلف دي، د درملو او روغتیايي توکو د لېږد پر مهال د ترانسپورت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۱۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده پنځلسمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده پنځلسمه فقره:

وارداتي شرکتونه مکلف دي چې خوراکي توکي، درمل او روغتیايي محصولات په معیاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا سکتور د نوښتونو د بیاکتنې ملي بورډ غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د یاد وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د اقتصاد او تمویل رئیس دوکتور میرویس احمدزي، د. . .

BACK TO NEWS