د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال نیمروز ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي سره ليدنه وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۵:۳۳
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي نیمروز ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، شیخ محمد قاسم خالد سره ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د خپل سفر اړوند، چې موخه یې د روږدو ناروغانو له کمپونو او د بېرته راستنېدونکو له پنډغالو څخه ليدنه، د هغوی د ستونزو اورېدل او ورته د روغتيايي خدمتونه برابرول دي معلومات ورکړل او زیاته يې کړه، چې د عامې روغتیا وزارت په پلان کې لري، د ولايتي ادارې د دوامداره غوښتنو په اساس په دې ولايت کې روږدو کسانو لپاره درمل او نورې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د نیمروز والي یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې اوس مهال تر ډېره د روږدو ناروغانو اړتیاوې حل شوي او روغتیا وزارت دې د دوی لپاره د روغتيايي خدمتونو برابرولو ته پاملرنه وکړي.

د نیمروز والي همداراز، یاد ولایت کې د تودوخې زیاتوالي ته په اشارې د روږدو ناروغانو بېلا بېلو روغتیايي ستونزو په اړه هم خبرې وکړې او د عامې روغتیا وزارت له پلاوي څخه یې وغوښتل، چې د دوی درملنې برخې ته لازمه پاملرنه وکړي.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د روږدو ناروغانو د درملنې برخه کې شته ستونزې واورېدې او د حل ډاډ يې ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار لپاره له TDH مؤسسې سره د روغتیايي خدمتونو پراختیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له TDH مؤسسې سره د (۲۲۴۸۱۰) دوه سوه څلور ویشت زره اته سوه لس ډالرو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ۵مه او ۷مه ناحیه کې د کانګو ناروغۍ مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام چې موخه یې د کانګو ناروغۍ مخنیوی دی، په ترڅ کې یې د څارویو پلورونکو او عامه خلکو ته د عامه پوهاوي په موخه ګڼ شمېر معلوماتي پوسټرونو وویشل شول او هم پر بېلابېلو ځایونو نصب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۲۸
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده څلورمه فقره

د هغو خوراکي توکو لپاره چې د عامې روغتيا او کرنې وزارتونو له خوا يې ثبت او يا هم مخکې له واردولو اجازه لیک اړین ګڼل شوی وي، واردتي شرکتونه مکلف دي چې هماغه خوراکي توکي په عامې روغتيا. . .

BACK TO NEWS