د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په مشرۍ د پروان ولایت د حاد اسهال پېښو ته د رسېدنې او مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د وزارت له مرکزي رئیسانو، د انتاني ناروغیو د درملنې روغتون او جک تطبیق کوونکې مؤسسې له استازو سره د پروان ولایت غوربند ولسوالۍ په کفشان سیمه کې د حاد اسهال پېښو ته د رسېدنې او مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د دغه ناروغۍ د لا زیات مخنیوي په موخه د متخصصینو په درلودلو سره بېلا بېل روغتیايي ټیمونه و ګمارل؛ څو سیمې ته په تلو سره عامه پوهاوی، د ناروغانو روغتیايي وضیعت ته رسېدنه او د سیمې اوسېدونکو ته ټولې روغتیايي اسانتیاوې رامنځته او په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي.
دغه راز په پروان ولایت کې د جک تطبیق کوونکې مؤسسې استازي ته هم لارښوونه وشوه، چې د پروان ولایت غوربند ولسوالۍ په کفشان سیمه کې د یادې ناروغۍ د مخنیوي سربېره د ناروغانو روغتیايي حالت ته رسېدنه وکړي او د درملنې لپاره یې ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.
په پام کې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان له استازو او د روغتیایي برخې شریکانو سره هم په دې اړه یوه غونډه جوړه شي؛ څو هغوۍ هم په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي او ناروغانو ته اړین روغتیايي خدمات وړاندې کړي.