د روغتیايي چوپړتیاوو مرستیال کاپیسا ولایت ته د خپل رسمي سفر پرمهال دې ولایت کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۷
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي چوپړتیاوو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او ورسره مل پلاوي کاپیسا ولایت ته د خپل رسمي سفر پرمهال دې ولایت کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره ناسته ترسره کړه

په دغه ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي چوپړتیاوو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تطبیق کوونکو مؤسسو مسئولینو ته سپارښتنې وکړې، چې ژر تر ژره شته ستونزو ته رسېدنه ترسره او د روغتیايي خدمتونو بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي مرستیال دغه راز زیاته کړه،  کاپیسا ولایت کې دې تطبیق کوونکې مؤسسې ورسپارل شوي مسئولیتونه په سمه توګه ترسره، په چارو کې دې روڼتیا رامنځته او د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې برخې ته دې پاملرنه زیاته کړي.

بل لور د تطبیق کوونکو مؤسسو مسئولینو په یاده ناسته کې د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو شریکولو سربېره د شته ستونزو د ژر حل ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۵:۳۲
Background image

په کابل کې د ستوماتولوژي یو ځانګړي عصري روغتون پرانیسته ترسره او په فعالیت یې پیل وکړ

 دغه عصري تخصصي روغتون د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ رئیس، الحاج ډاکټر احمد خندان او مل ټیم په ګډون د کابل په لویدیځ کې چې په ۱۳مې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۵:۰
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بادغیس ته د سفر په ترڅ کې د ولایتي روغتون د خدمتونو له بهیر څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، د بادغيس والي حافظ محمد امین جان عمري، د ياد ولایت د عامې روغتیا رئيس مولوي خان محمد همت، د عامې روغتیا وزارت مرکزي رئيسانو او د ولایتي روغتون. . .

BACK TO NEWS