د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د روغتیا د برخې د ځینو ادارو له استازو سره ولیدل

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۳:۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسیف ادارې، ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او جک تطبیق کوونکې مؤسسې له استازو سره د پروان ولایت غوربند ولسوالۍ په کفشان سیمه کې د حاد اسهال پېښو ته د رسېدنې او مخنیوي په موخه لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د پروان ولایت غوربند ولسوالۍ په کفشان سیمه کې د حاد اسهال پېښو ته د رسېدنې او مخنیوي اړوند، د ادارو تر منځ په غوره همغږۍ او چمتووالي خبرې ترسره کړې، چې د نړیوالو همکارانو له لوري په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۲۱
Background image

په دایکندي ولایت کې (۶۳۶) قلمه درمل او ۲.۵ ټنه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي له منځه یوړل شول

دغه توکي او درمل د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د تېرې ربعې په ترڅ کې راټول شوي وو او د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یوړل شول.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۴:۵۷
Background image

په خوست، لغمان او بلخ ولایتونو کې له خصوصي روغتیایي سکتور، د خوراکي توکو پلورنځیو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري د روغتیایي قوانینو تطبیق او د خلکو روغتیا خوندیتوب په موخه ترسره شو، چې پایله کې یې ۶ درملتونونه په خوست ولایت کې، ۲ درملتونونه. . .

BACK TO NEWS