د زابل ولایت د ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته د څه باندې یو میلیون او اووه سوه زره (۱،۷۰۰،۰۰۰) افغانیو په ارزښت درې یخچالونه وسپارل شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۳:۱
moph

د عامې روغتیا وزارت په هڅو د یونیسف ادارې له لوري د زابل ولایت د شملزي ولسوالۍ د جنګي‌خېلو کلینیک، د اټغر ولسوالۍ د سورخاب کلینیک او د بابک کلینیک ته د څه باندې یو میلیون او اووه سوه زره (۱،۷۰۰،۰۰۰) افغانیو په ارزښت درې یخچالونه وسپارل شول.

دغه یخچالونه د درملو، واکسینونو او نورو اړینو طبي توکو د مناسبې او معیاري ساتنې په موخه اخيستل شوي، چې په فعاليت سره به يې یادو روغتیايي مرکزونو کې د درملو او واکسینونو د معیاري ساتنې زمینه لا ښه برابره او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې به اغېزمن رول ولوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د بېلاروس د ایپیډیمولوژۍ او ناروغیو د کنټرول له مرکز څخه لیدنه وکړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د روغتیا وزیر هودژایف الکساندر په ملتیا، د دغه هېواد د ایپیډیمولوژۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۳
Background image

په سنبلې میاشت کې له ۳ زرو څخه د زیاتو درملو او روغتیايي محصولاتو نمونې د کیفیت له پلوه ارزول شوي دي

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار ریاست د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې په میاشت کې په ټوليزه توګه ۳۴۶۴ نمونې، چې ۳۳۱۸. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۵۳
Background image

لغمان ولايت کې د ۱۶۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه اساسي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند کرنج سیمه کې د یوه اساسي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ پیل شوې، چې په پنځو میاشتو کې به په اساسي او. . .

BACK TO NEWS