په سنبلې میاشت کې له ۳ زرو څخه د زیاتو درملو او روغتیايي محصولاتو نمونې د کیفیت له پلوه ارزول شوي دي

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۳
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار ریاست د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې په میاشت کې په ټوليزه توګه ۳۴۶۴ نمونې، چې ۳۳۱۸ د درملو، ۱۱۶ د خوړو او ۳۰ د اوبو نمونې وې، ترلاسه او تر لابراتواري ازموینو لاندې نیولې دي.

له ازمویل شویو نمونو څخه ۳۱۴۴ مثبتې او ۱۰۹ نمونې منفي تثبیت شوې، ۴۲ نمونې بېرته مستردې او ۱۶۹ د درملو نمونې د بیا اروزنې لپاره ثبت شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د دغو لابراتواري خدمتونو له لارې په یاده میاشت کې ۳ میلیونه، ۸۷۴ زره او ۴۱۸ افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي. دغه فعالیتونه د درملو، خوړو او اوبو د کیفیت کنټرول، خونديتوب د تأمین او د غیرمعیاري محصولاتو د مخنیوي په موخه ترسره شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۳
Background image

په سنبلې میاشت کې له ۳ زرو څخه د زیاتو درملو او روغتیايي محصولاتو نمونې د کیفیت له پلوه ارزول شوي دي

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار ریاست د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې په میاشت کې په ټوليزه توګه ۳۴۶۴ نمونې، چې ۳۳۱۸. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۵۳
Background image

لغمان ولايت کې د ۱۶۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه اساسي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند کرنج سیمه کې د یوه اساسي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ پیل شوې، چې په پنځو میاشتو کې به په اساسي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۴۹
Background image

بلخ ولایت کې له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره شو

د بلخ عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره کړ؛ چې په پایله کې يې له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله. . .

BACK TO NEWS