د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ښار خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ بهیر د پایلو د اعلانولو په موخه غونډه ترسره شوه
په دې غونډه کې د افغانستان ا.ا د ریاستالوزراء اداري مرستیال ښاغلي الحاج مولوي عبدالسلام حنفي، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د یاد وزارت مرکزي رئیسانو، د خصوصي روغتونونو مسؤلینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي وویل: ا.ا. د خصوصي روغتیايي سکتور ملاتړ کوي او هڅه کوي چې د طبي تجهیزاتو ښه والي او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو له لارې د روغتونونو د معیاري کولو او د باکیفیته روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړه، د خوښۍ ځای دی، چې هېوادوالو ته په کور دننه روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي او د هغوی درملنه په داخلي روغتونونو کې ترسره کېږي.
همدارنګه، د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وویل: خصوصي روغتیايي سکتور د عامې روغتیا وزارت یو مهم مټ دی او د روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه بندۍ بهیر د هغوی د پیاوړتیاوو او کمزوریو په معلومولو، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه والي، د روغتیايي خدمتونو د بیو په کنټرول او د روغتونونو ترمنځ د سالمې سیالۍ په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
ورته مهال، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ټینګار وکړ، چې د روغتونونو مسؤلیت یوازې د ناروغانو تشخیص او درملنه نه ده، بلکې د خوندي چاپېریال برابرول او د انتاناتو مخنیوی هم د هغوی له مهمو مسؤلیتونو څخه دي.
نوموړي زیاته کړه، روغتونونه د تجربه لرونکو متخصصینو له لوري په هر اړخیز ډول ارزول شوي دي او هر روغتون باید د ټاکل شویو معیارونو د ساتنې او لا لوړولو لپاره هڅې وکړي.
سربېره پر دې، روغتیايي مرکزونو ته د اعتبار ورکولو اجرائیوي رئیس مولوي سیفالله معاویه وویل: په کابل ښار کې ۱۱۵ روغتونونه ارزول شوي، چې له ډلې یې دوه روغتونونه په A، نهه روغتونونه په B او ۳۹ روغتونونه په C درجه کې راغلي دي.
