د شکردرې ولسوالۍ د عمومي روغتون جوړولو د آفر پرانیستې پروسه ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۸:۵۸
MOPH

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د تدارکاتو، اداري، مالي او حسابي ریاستونو او د ۱۳ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس وویل: «دغه پروسه په بشپړه توګه له شفافیت څخه برخمنه ده او موږ له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، تمه لرو چې کارونه په دقیق او ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده

بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به عمل ترسره کړي.

د یادونې وړ ده د عامې روغتیا وزارت د هیواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونو جوړولو پلان لري چې د یادې پروسې تدارکاتي چارې جریان لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معينيت کې د ''صادراتو او وارداتو سيستم ډيجيټل کول'' تر سرليک لاندې درې ورځنی روزنيز پروګرام پيل شو

دغه پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) په همکارۍ پيل شو، چې اساسي موخه يې د کارکوونکو د ظرفيت لوړول، د مديريتي سيستمونو ښه والی، د شفافیت زياتوالی، د اجرائيوي بهيرونو چټکتيا او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

نیمروز ولایت کې د ایډز، هیپاټیټس او جنسي ناروغیو د کنټرول مرکز د نوې ودانۍ جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئيس، استاد محمد. . .

BACK TO NEWS