د عامې روغتيا وزارت د عدلي طب رياست له لوري د عدلي طب اړوند کارکوونکو ته د ''جسدونو مديريت" تر عنوان لاندې درې ورځنی تريننګ تر سره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۱:۴۷
moph

یاد ټریننګ د سره صليب نړيوالې کمېټې (ICRC) په مالي همکارۍ د عدلي طب په رياست کې ترسره شو، چې د کندهار، پکتيا، خوست، ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو د عدلي طب کارکوونکو او تخنيکي پرسونل په کې ګډون کړی و.

د دغه تريننګ موخه د جسدونو د مديريت په برخه کې د ګډونوالو د مسلکي پوهې او مهارتونو لوړول، د عدلي طب له نړيوالو معيارونو سره بلدتيا او د جسدونو د ثبت، ساتنې او لېږد د اصولو عملي زده کړه وه.

په دې تريننګ کې ګډونوالو ته د جسدونو د مديريت اصول، د پېژندنې او ثبت طريقې، د بېړنيو حالاتو مديريت، د عدلي اسنادو ترتيب او عملي تمرينات په تفصيلي ډول وړاندې شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۶
Background image

په کابل کې د هوا ککړتیا د کمولو په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS