د عامې روغتیا وزارت تخنیکي پلاوي د دې وزارت د نقلیه وسایطو ارزونې په موخه يو شمېر ولایتونو ته سفر تر سره کړ
د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په لارښوونه د دې وزارت د ترانسپورټ امر، ثابت الله صدیقي په مشرۍ درې کسیز تخنیکي پلاوي د دې وزارت نقلیه وسایطو د وضعیت ارزونې په موخه بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، سرپل، بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو ته سفر تر سره کړ.
ياد پلاوی به د دغه سفر په ترڅ کې د امبولانسونو او نورو نقلیه وسایطو تخنیکي وضعیت وارزوي، د فعالو او غیر فعالو وسایطو شمېر او حالت به معلوم کړي او د غیرفعالو وسایطو د بېرته فعالولو لپاره به د ترمیم اړتیاوې مشخصې کړي. همدارنګه، په هغو ولایتونو کې چې د امبولانسونو او نورو نقلیه وسایطو له کمښت سره مخ دي، ارزونه وکړي؛ تر څو ورته په راتلونکي کې له اړتيا سره سم نوي نقلیه وسايل وپېرل شي.
