د عامې روغتیا وزارت د بهرني جراحانو له ټیم سره د سوځېدلو ناروغانو د درملنې په موخه لیدنه وکړه
د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د جراحانو له یو شپږ کسیز ټیم سره چې له هند او جرمني څخه افغانستان ته راغلي لیدنه تر سره کړه:
د پلاسټیک جراحۍ دا ټیم د هغه سوځېدلو ناروغانو درملنه کوي، چې په کابل کې د استقلال روغتون ته مراجعه کوي.
د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني هېواد ته د پلاسټیک جراحانو ټیم د راتګ هرکلی وکړ او د استقلال ملي او تخصصي روغتون مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د سوځېدلو ناروغانو د درملنې لپاره دې ټیم ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.
سربېره پردې، ښاغلي مرستیال د استقلال روغتون له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه، د روغتیايي کارکوونکو ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ، تر څو اړمنو کسانو ته لازم روغتیايي خدمات وړاندې شي.
