د عامې روغتیا وزارت د راتلونکو پنځو کلونو ملي ستراتیژۍ د تهیه کولو په موخه د یاد وزارت له رئیسانو او د پروژو مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۴:۲
MOPH

یاده ناسته د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو، د پروژو مسؤلینو او اقتصاد وزارت د استازو په شتون کې ترسره شوه.

دغه ناسته چې موخه د عامې روغتیا وزارت د ملي پروژو د تطبیق لپاره د راتلونکو پنځو کلونو ستراتیژۍ چمتو کول و. د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال له مرکزي رئیسانو او د پروژو مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د خپلو اړوندو ادارو د پروژو ټول جزییات د هغه جدول په خانو کې ولیکي، چې ورلېږل کېږي او تر دوو ورځو پورې یې واستوي؛ ترڅو وروسته د اړینو اجرااتو لپاره د اقتصاد وزارت ته ولېږل شي.

له بل لورې، د عامې روغتیا وزارت مرکزي رئیسانو او د پروژو مسؤلینو ژمنه وکړه، چې د یادو اجرااتو لپاره به لازمې چارې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د اقتصاد وزارت استازو د هغو جدولونو د ډکولو طریقه، چې ورته اړتیا وه، د یو پریزینټېشن له لارې ګډونوالو ته تشریح کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معينيت کې د ''صادراتو او وارداتو سيستم ډيجيټل کول'' تر سرليک لاندې درې ورځنی روزنيز پروګرام پيل شو

دغه پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) په همکارۍ پيل شو، چې اساسي موخه يې د کارکوونکو د ظرفيت لوړول، د مديريتي سيستمونو ښه والی، د شفافیت زياتوالی، د اجرائيوي بهيرونو چټکتيا او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

نیمروز ولایت کې د ایډز، هیپاټیټس او جنسي ناروغیو د کنټرول مرکز د نوې ودانۍ جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئيس، استاد محمد. . .

BACK TO NEWS