د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د بېل ګیټس بنسټ له استازو سره ناسته ترسره کړه

دغه ناسته چې د کتلوي معافیت پیاوړتیا او پولیو د له منځه وړلو په موخه جوړه شوې وه، په کې د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی رئیس ډاکټر حیدر خان حیدر، د معینیت مشاورینو، د کتلوي معافیت امر ډاکټر حکیم همت او د بېل ګیټس بنسټ استازو ګډون درلود.
په یاده ناسته کې د کتلوي معافیت پروګرام پر ښه واکسیناسیون، د پولیو ویروس پر له منځه وړلو او په ځانګړي ډول هغه شپږو ولسوالیو کې د پروګرام پر خدمتونو هر اړخیز بحث او خبرې ترسره شوې، چېرته چې د یاد پروګرام د خدمتونو پوښښ کم دی.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني له ذکر شویو پروګرامونو څخه د هرکلي او ملاتړ تر څنګ په یاده برخه کې د بېل ګیټس بنسټ له استازو څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.