د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د عينو مېنې روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۰:۴۲
moph

د یادې لیدنې موخه د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول، د چارو شفافیت او شته ستونزو حل دی، چې په ترڅ کې یې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون له امر او د بېلابېلو څانګو له مسؤلینو سره د خدماتو ښه والي او ستونزو حل په اړه بحث او خبرې ترسره کړې.

دغه راز، ښاغلي مرستیال روغتیایي مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې، چې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او درملنې برخه کې لا زیاتې او نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي؛ ترڅو د ناروغانو لازمه او پر وخت درملنه وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۳:۵۸
Background image

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت په تېره یوه میاشت کې لاندې نظارتي فعالیتونه ترسره کړي دي

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت نظارتي ټیمونو د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې له ۱۵۰ بابه درملیزو او خوراکي تأسیساتو څخه نظارت ترسره کړی دی؛ دغه نظارت د بلخ د عامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۴۱
Background image

غور ولایت کې د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انسټېټیوټ ته د څه باندې درې میلیونه افغانيو په ارزښت روزنيز تعلیمي موډولونه وسپارل شول

د دې مرستو موخه د عملي زده کړو کیفیت لوړول او د غور ولایت د پوهاند غضنفر روغتيايي انسټېټيوټ د تدریسي ظرفیت پیاوړتیا بلل شوې ده.

په همدې موخه جوړ شوي مراسمو کې د غور ولايت عامې روغتيا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د ۱۴۰۵ کال لپاره په تخصص پروګرام کې شاملو په شرایطو برابر نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه

دغه ازموینه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي او د ازموینې ملي ادارې د مسؤلینو په شتون کې واخیستل. . .

BACK TO NEWS