د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د کابل طبي پوهنتون زده کړیالانو د فراغت مراسمو کې ګډون وکړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۹:۳۴
MOPH

په دې مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي فارغانو ته د فراغت مبارکي ورکړه او ویې ویل: «نن زموږ په هېواد کې د زده کړو او تاریخ زرینه ورځ ده؛ دا ورځ نه یوازې د ګرانو فارغانو لپاره د نوې مرحلې پیل دی، بلکې زموږ د هېواد د راتلونکي روښانه روغتيايي سکټور لپاره د هیلو څرک هم دی.»

د یادو مراسمو پر دوام ښاغلي مرستیال فارغانو ته د ستر رسالت د پیل، د لویو فرصتونو او روغتیایي ننګونو یادونه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې یوازې په طبابت بسنه ونه کړي، بلکې څېړونکي، لیکوالان او د روغتیایي سیاست شنونکي هم واوسي.

همدارنګه، ډاکټر محمد حسن غیاثي وویل: «نن زموږ هېواد هغو ډاکترانو ته اړتیا لري، چې کليو، بانډو، ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته ولاړ شي، هلته خدمت وکړي او د خلکو ترڅنګ ودریږي، له ناروغانو سره غوره چلند ترسره، په کار کې ریښتینولۍ او ژمنتیا ته پاملرنه وکړي او هم انساني کرامت ته درناوی ولري.»

سربېره پر دې، د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د ا.ا له کابینې څخه وغوښتل، چې د ځوانانو پر روزنه او ځانګړي ډول روغتيا برخه کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي، ځکه موږ د څېړنې، تخصص او فوق تخصصي برخو کې لا زیات ملاتړ ته اړتیا لرو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۳:۹
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست د اکاډمیکو چارو د همغږۍ ریاست د بهرنیو اسنادو د ارزونې کمېټې غونډه ترسره شوه

دا غونډه د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي په مشرۍ د یاد ریاست په  دفتر کې د بهرنیو اسنادو د ارزونې کمېټې غړو او د اکاډمیکو چارو د همغږۍ ریاست مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۱:۱۳
Background image

د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټیوټ په تالار کې د Polymerase Chain Reaction (PCR) علمي کنفرانس ترسره شو

دغه کنفرانس د PCR ټکنالوژۍ د علمي، څېړنیزو او عملي اړخونو د ارزولو لپاره د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټيټیوټ د طبي ټکنالوژۍ څانګې له لوري ترسره شو، چې موخې یې د مالیکولي بیولوژۍ د. . .

BACK TO NEWS