د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې عمومي پروګرام ریاست د کارکوونکو د روزنیزو اړتیاوو پېژندنې، ارزونې او د هغوی د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۳۳
MOPH

په دې غونډه کې د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ رئیس اسدالله هارون د دغه انسټیټیوټ د خدمتونو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې او د اسلامي او مسلکي اخلاقو پر رعایت، د ادارې پر پیاوړتیا او د اخلاص له مخې يې د چارو پر ترسراوي ټینګار وکړ.

همدارنګه، د روږدو درملنې عمومي پروګرام د ظرفیت لوړونې مسؤول ډاکټر محمد رحیم اکبري، په هېواد کې د دغه پروګرام اړوندو روغتیايي مرکزونو په اړه معلومات وړاندې او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برخه کې یې د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له مسؤولینو څخه د همکارۍ او ملاتړ له امله مننه وکړه.

د غونډې په پای کې د روزنیزو اړتیاوو ارزونې فورمې د روږدو درملنې عمومي پروګرام ریاست د کارکوونکو ترمنځ ووېشل شوې؛ څو هغوی خپلې روزنیزې اړتیاوې مشخصې او څرګنده شي، چې کارکوونکي په کومو برخو کې روزنې او د ظرفیت لوړونې ته اړتیا لري. د دغې اړتیا د سنجولو پایلې به د راتلونکو روزنیزو پروګرامونو د طرحې جوړولو برخه کې وکارول شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ملا عبدالقدیر نظیر د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د نوي رئیس په توګه وټاکل شو

نوموړی د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي له لوري، چې د یاد وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو او کارکوونکو هم شتون درلود، د یاد ریاست کارکوونکو ته ور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

BACK TO NEWS