د عامې روغتیا وزارت د ستراتیژيک پلان د بیاکتنې او نهايي کولو په موخه تخنیکي ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۵:۴۳
moph

دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، مرکزي رئیسانو او د وزارت د بېلابېلو ریاستونو د یو شمېر استازو په شتون کې ترسره شوه، په کې د عامې روغتیا وزارت ستراتیژیک پلان د یو پریزنټېشن له لارې تشریح او وړاندې شو.

په دې ناسته کې د وزارت مرکزي رئیسانو او د تخنیکي کمېټو غړو د یاد ستراتیژیک پلان د لا ښه والي او نهايي کولو په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شريک کړل.

ښاغلي مرستیال د ګډونوالو نظریات او وړاندیزونه واورېدل او د وزارت له بېلابېلو ادارو څخه یې یوه تخنیکي کمېټه وټاکله، څو هغه اصلاحات او وړاندیزونه چې د کمېټو غړو مطرح کړي وو، په پلان کې شامل او د راتلونکو پړاوونو او اجراآتو لپاره یې چمتو کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۱۳
Background image

هلمند ولایت کې د بُست ۳۵۰ بستریز روغتون جوړولو پروژې دوهم ځل افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي، د ولایتونو د روغتیا همغږۍ او پلان او پالیسۍ ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

د هلمند د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د هلمند ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Welfare Association the Development of Afghanistan- WADAN مؤسسې سره د (۹۰۹۹۹۹. . .

BACK TO NEWS