د عامې روغتیا وزارت د سترګو ناروغیو درملنې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خبرتیا!

rasooli_admin
moph

د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ړوندوالي کچې د راټیټولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیا ساتنې ګرځنده روغتیايي ټیمونه بې وزله خلکو ته په وړیا توګه د سترګو برخه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، چې دا پروژه د افغانستان اسلامي امارت د پراختیايي بودیجې له لارې تمویلیږي.

په همدې اساس دغه اداره غواړي، چې د ۳۱/۰۳ / ۱۴۰۴نېټې څخه تر ۱۲/ ۰۴/ ۱۴۰۴ نېټې پورې خپل ګرځنده روغتیايي ټیمونه چې په اړینو طبي وسایلو او درملو سمبال دي، فاریاب ولایت ته واستوي؛ ترڅو لاندې روغتیايي خدمات ترسره کړي.

          ۲۰۰ تنو ته د سترګو د کترکت پردې عملیاتونه ترسره کول

          ۴۵۰ عدده د نږدې لید عینکو ویش

          د ځینو سراپا ناروغانو، چې شمېر یې له ۳۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ تنو رسېږي درملنه او د درملو په برخه کې ورته اړینې لارښوونې ترسره کول.

نو له همدې امله هغه هېوادوال چې په فاریاب ولایت کې ژوند کوي او د سترګو په روغتیايي ستونزو اخته دي خبر ورکول کېږي، چې په ذکر شوې نېټې مراجعه وکړي؛ ترڅو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري ورته په وړیا توګه روغتیايي خدمات وړاندې او درملنه یې وشي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲۹
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د هغو درنو ډاکټرانو د پام وړ، چې تېرې ټرینري ازموینه کې بریالي شوي او د عامې روغتيا وزارت د  ۱۴۰۵ لمریز کال د تخصص پروګرام ته شامل شوي دي.

په ټینګار سره د خپلې مخکينۍ خبرتیا (د 1447/10 . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۴
Background image

خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت ملکي او نظامي روغتونونو ټرینري تخصص بستونو ازموینې ګډونوال، که د ازموینې په تړاو شکایت لري، خپل شکایت دې تر چهارشنبې ورځې (غويي/ثور۹ مې) نېټې پورې د مل لینک له طریقه . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتيا!

د ۱۴۰۵ هـ ش کال د اکمال تخصص پروګرام د ټرینري ازموینې درنو نوماندانو ته خبر ورکول کېږي، چې د د ۱۴۰۵ هـ ش کال د اکمال تخصص پروګرام د ټرینرۍ ازموینه به د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د . . .

Back to announcements