د عامې روغتیا وزارت د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیایي کمپونو خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د سترګو پاملرنې ګرځنده ټیم به د ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ نېټې څخه تر ۱۴۰۴/۱۱/۲ نېټې پورې خوست ولایت ته سفر وکړي او اړمنو کسانو ته په لاندې برخو کې د سترګو روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي:

* د سترګو د پردې (کترکت) ۳۵۰ جراحي عملیات

* د مطالعې لپاره د ۶۰۰ عدده د نږدې لید عینکو وېش

* د ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ تنو ناروغانو درملنه او ورته د لازمو درملو وېش

له همدې امله، هغو هېوادوالو څخه چې په خوست ولایت کې اوسېږي او د سترګو له ستونزو سره مخ دي، غوښتنه کېږي چې په ټاکل شوې موده کې د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست ته مراجعه وکړي او له دې وړیا روغتیایي خدمتونو څخه ګټه واخلي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۵۳
Background image

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي

د روغتیايي خدمتونو پراختیا د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او هڅه کېږي چې د هېواد په ټولو سیمو کې، په ځانګړي ډول لرو پرتو ولسوالیو کې خلکو ته د معیاري درملنې زمینه برابره شي.

د عامې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۴۱
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د هغو درنو ډاکټرانو د پام وړ، چې تېرې ټرینري ازموینه کې بریالي شوي او د عامې روغتيا وزارت د  ۱۴۰۵ لمریز کال د تخصص پروګرام ته شامل شوي دي.

په ټینګار سره د خپلې مخکينۍ خبرتیا (د 1447/10 . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲۹
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د هغو درنو ډاکټرانو د پام وړ، چې تېرې ټرینري ازموینه کې بریالي شوي او د عامې روغتيا وزارت د  ۱۴۰۵ لمریز کال د تخصص پروګرام ته شامل شوي دي.

په ټینګار سره د خپلې مخکينۍ خبرتیا (د 1447/10 . . .

Back to announcements