د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذې ریاست له لوري د (شدیدې خوارځواکۍ د مدغم مدیریت لارښود) تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۲:۳۲
moph

د دې ورکشاپ موخه د یادې برخې د لارښود بیا کتنه او نوي کول او د روغتیا نړیوالې ادارې د نویو لارښوونو او د هېواد حالاتو او کړنو، په پام کې نیول دي، ترڅو ټول روغتیايي پرسونل او په ځانګړي توګه هغه پرسونل چې په دې برخه کې خدمات تر سره کوي ګټه واخلي.

د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذې رییس ډاکټر حکمت الله معصومي وویل: د عامه تغذې او ټولو همکارو ادارو د تخنیکي او مسلکي هڅو په پایله کې به دغه نوی لارښود د ټولنې وګړو د لا ښه خدمت لپاره وړاندې او په عملي ساحه کې به د ډاکترانو او د پروګرام د سمبالوونکو لپاره یوه ارزښتناکه وسیله شي، څو له مخې یې ټول هېواد کې د شدیدې خوارځواکۍ درملنه په ښه او مناسب ډول پر مخ یوړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۵:۶
Background image

د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز او ګیټس بنسټ تر منځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي د ګیټس بنسټ د پولیو برخې له مرستیال مایکل ګالوې سره په خپل دفتر کې ناسته تر سره کړه، چې په کې د پولیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۲:۴۱
Background image

د لوګر عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو آمریت له لوري ۴۰ بابه درملیزو او خوراکي مرکزونو څخه نظارت سره شو

دغه امریت په تېره یوه میاشت کې له شاوخوا ۴۰ بابه درملتونونو او هوټلونو څخه نظارت کړی، چې په پایله کې څو قلمه له نېټې تېر درمل او بې کیفیته خوراکي توکي راټول او ټاکل شوي ځای ته انتقال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۲:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذې ریاست له لوري د (شدیدې خوارځواکۍ د مدغم مدیریت لارښود) تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د دې ورکشاپ موخه د یادې برخې د لارښود بیا کتنه او نوي کول او د روغتیا نړیوالې ادارې د نویو لارښوونو او د هېواد حالاتو او کړنو، په پام کې نیول دي، ترڅو ټول روغتیايي پرسونل او په ځانګړي. . .

BACK TO NEWS