د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي فراه ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یو مسلکي او تخنیکي پلاوي په ملتیا د فراه ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۳:۳۷
moph

 د دې لیدنی موخه د یاد روغتون د خدمتونو ارزونه، د روغتیايي پرسونل د فعالیتونو څارنه او د موجودو ستونزو په نښه کول او ورته د حل لارو پیدا کول وو، چې په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي د فراه د عامې روغتیا ریاست د مرستیال، ملا دین محمد عبدالحق په ملتیا د یاد روغتون ټولې برخې له نږدې ولیدې، د روغتون له مسؤلینو، ډاکترانو، نرسانو او نورو روغتیايي کارکوونکو سره یې خبرې وکړې، د هغوی نظرونه او وړاندیزونه یې واورېدل، د خدماتو څرنګوالی یې وڅېړه او د لا ښه فعالیت په موخه یې روغتیايي کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د نظارت رئیس همداراز، د روغتیايي کارکوونکو هڅې وستایلې او ویې ویل، د عامې روغتیا وزارت موخه د هېوادوالو لپاره باکیفیته، منظم، او پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې کول دي او ټول روغتیايي مسؤولین او کارکوونکي باید دې موخې ته د رسېدو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۴
Background image

د اکمال تخصص پروګرام د معیاري کولو په موخه د خیرخانې ۱۰۲ بستریز او استقلال تخصصي روغتونونو څخه څلورم پړاو نظارت ترسره شو

د ټرینر متخصصینو، ټریني ډاکټرانو د ستونزو او اکمال تخصص پروګرام د تشو ارزونې په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي چارو ریاست د څارنې ټیمونو د خیرخانې ۱۰۲ بستر او استقلال تخصصي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۲
Background image

د غزني ولایت تخنیکی پوهنتون څه باندې ۷۰۰ محصلینو ته د نشه‌ يي توکو د مخنیوي او عامه پوهاوي په موخه علمي سیمنار تر سره شو

یاد سیمنار چې د غزني عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي مسؤلینو له لوري تر سره شو، ګډونوالو ته په کې د عامه پوهاوي اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۴۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال په ننګرهار کې د پیوې کنډو ۵۰ بستریز روغتون روغتیايي خدمتونه وارزول

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د روداتو ولسوالۍ د پیوې کنډو ۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه. . .

BACK TO NEWS