د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک د خصوصي روغتونونو ۲۰ تنو ډاکټرانو ته د «خوندي وینې او خوندي وینې لېږد» تر سرلیک لاندې روزنیزه دوره ترسره کړه
د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک له لوري د خصوصي روغتونونو د لابراتوارونو او وینې بانکونو ۲۰ تنو ډاکټرانو ته د «خوندي وینې او خوندي وینې لېږد» تر سرلیک لاندې روزنيزه دوره تر سره شوه
په دې روزنيزه دوره کې ګډونوالو ته د خوندي وینې، د وینې د خوندي لېږد او د وینې د انتقال د معیارونو د پلي کولو په اړه زده کړې ورکړل شوې.
د دې روزنې موخه د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړول او په روغتونونو کې د وینې او وینې د مشتقاتو د انتقال بهیر معیاري کول بلل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک د علمي او روزنیزو ورکشاپونو په ترسره کولو سره هڅه کوي، چې د روغتیايي کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړ او په هېواد کې د وینې او د وینې مشتقاتو په برخه کې د خوندي، معیاري او اغېزمنو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره کړي.
