د عامې روغتیا وزارت د ټریني ډاکټرانو لپاره عملي ارتقایي (OSCE) ازموینه ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۲:۲۶
moph

د‌ عامې روغتيا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري د مرکز او ولایتونو د تخصصي روغتونونو او متمم تخصصي مرکزونو (نظامي او خصوصي) روغتونونو له ټريني ډاکټرانو څخه عملي ارتقایي (OSCE) ازموینه واخیستل شوه

دغه ازموینه د یوې شفافې پروسې له لارې، د روان ۱۴۰۵ کال د ثور میاشتې له ۱۹مې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د ترتیب شوي مهالوېش له مخې، د اکمال تخصص لوی ریاست د مسؤلینو تر څارنې لاندې او د عامې روغتیا وزارت د تخصصي روغتونونو د استادانو په همکارۍ، د مرکز، ولایتونو او متمم مرکزونو (خصوصي او نظامي روغتونونو) د ټولو ټريني ډاکټرانو څخه په ۲۳ بېلا بېلو تخصصي څانګو کې په شفاف ډول واخیستل شوه.

د اکمال تخصص لوی ریاست تل هڅه کړې، چې د تخصصي پروګرام د لا بډاینې لپاره علمي معیارونه پلي کړي، څو د ډاکټرانو علمي کچه لوړه او هېوادوالو ته په په کور دننه غوره تخصصي روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS