د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ د داخلي او خارجي مؤسسو، تمویلونکو او امارتي ادارو ترمنځ د هوکړه لیکونو لارښود د بیاکتنې، تدوین او تجدید کمېټې ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۱
MOPH

دغه ناسته د هوکړه لیکونو لارښود د بیا کتنې، معیاري او لا غني کولو په موخه جوړه شوې وه، چې په ترڅ کې یې پر تخنیکي، مسلکي او حقوقي موضوعاتو هر اړخیز بحث ترسره او ګډونوالو د لارښود د منځپانګې، تطبیقي میکانیزمونو، حقوقي وضاحت او د ادارو ترمنځ د همغږۍ پر مهمو اړخونو خپل ارزښتناک نظرونه شریک کړل.

همدا راز، په یاده کمېټه کې د عامې روغتیا وزارت د اړوندو بېلا بېلو ریاستونو استازو ګډون کړی ؤ، چې د خپلو کاري تجربو پر بنسټ یې د لارښود د لا ښه والي لپاره عملي او تخنیکي وړاندیزونه وړاندې کړل.

ورته مهال، د یادې ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د هوکړه لیکونو یو معیاري، واضح او منظم لارښود کولای شي، د روغتیایي خدماتو کیفیت لوړولو، د پروژو دقیقه ټاکنه، اغېزمنتیا او د شفافیت رامنځته کولو برخه کې بنسټیز رول ولوبوي.

د یاد لارښود د بیا کتنې او تجدید اساسي موخه دا ده، چې د امارتي پالیسو او ملي لومړیتوبونو سره سم د مؤسسو پروژې تنظیم شي، د سرچینو د اغېزمن مدیریت زمینه برابره او د خلکو لپاره د معیاري او باکیفیته روغتیایي خدماتو وړاندې کول تضمین شي.

تمه ده، چې د یادې کمېټې د تخنیکي بحثونو، وړاندیزونو او مشورو پر بنسټ به د هوکړه لیکونو لارښود بشپړ، اصلاح او د تطبیق لپاره چمتو شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اتلسمه ماده لومړۍ فقره

ټرانسپورتي شرکتونه نه شي کولای د شرکتونو او اشخاصو هغه خوراکي توکي، درمل او روغتیايي محصولات او خام توکي انتقال او افغانستان ته یې وارد کړي چې د سوداګرۍ رسمي جوازلیک او همدارنګه د عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۸:۳۷
Background image

د دودیز طب د ترسره شویو فعالیتونو ارزونې او د راتلونکو کاري لومړیتوبونو ټاکلو په موخه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام د دفتر لوی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۳۶
Background image

د تخصصي او ثالثي روغتونونو د ډیپارټمنټونو د شف بستونو لپاره تقریري ازموینه واخیستل شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مسلکي کمېټې غړو او د اکمال تخصص لوی ریاست د مسؤلینو په شتون کې د تخصصي روغتونونو د ډیپارټمنټونو د شف بستونو. . .

BACK TO NEWS