د عامې روغتیا وزارت د EPR پلاوي په نورستان کې د سیلاب ځپلو روغتیايي وضعیت وارزاوه
د عامې روغتیا وزارت د بېړنيو پېښو پر وړاندې د چمتوالي او غبرګون (EPR) کمېټې ټاکل شوي پلاوي نورستان ولایت کې د رامنځته شوي وروستي سیلاب له امله د اوښتو زیانونو او د ټپیانو ښې درملنې په موخه د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست له مسؤلينو سره ناسته ترسره کړه
په دغه ناسته کې چې د روغتيا نړيوال سازمان، يونيسيف او تطبیق کوونکې مؤسسې استازو هم شتون درلود، د یادې کمېټې مسئولینو د نورستان د ورستي سیلاب له امله د رامنځته شویو زیانونو او ټپیانو ته د رسېدنې راپور واورېد، د خپل راتګ موخه یې، چې په دغه ولایت کې وروستۍ پېښې ته په سمه توګه رسېدنه ده، تشریح کړه او د ښه مدیریت لارښوونه یې وکړه.
د نورستان روغتیایي مسئولینو د خپلو وړاندیزونو شریکولو تر څنګ ژمنه وکړه، چې د وروستۍ پېښې د قربانیانو روغتیایي خدمتونه به په ښه توګه ترسره کوي.
