د عامې روغتیا وزارت له خوا د اوو ولایتونو لپاره د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د ۳۸۳ زره ډالرو تړون لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري د بدخشان، بلخ، سرپل، جوزجان، تخار، میدان وردګ او کندز ولايتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له BDN مؤسسې سره د (۳۸۳۸۷۳) درې سوه دري اتیا زره اته سوه دري اویا ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو:
دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د ۲۷ روغتیايي ځالو (FHH) له لارې د یادو ولایتونو (۳۰۴۳۴۸) تنه اوسېدونکي له لومړنیو روغتيایي خدماتو برخمن او (۱۸۸) تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.
بل لور، د BDN مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
