د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې د عامې روغتیا وزارت له لوري پر هوټلونو، قصابیو او ښوونځیو نظارت ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلينو له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له یو شمېر هوټلونو، قصابیو او ښوونځیو څخه لیدنې او نظارتونه ترسره شول

په یادو لیدنو او نظارتونو کې د هوټلونو، قصابیو او ښوونځیو مسؤلينو، زده کوونکو او کارکوونکو ته د نظافت، حفظ الصحې ساتنې او خوندیتوب په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وشوې او هم ورته ګڼ روغتیایي معلومات ورکړل شول.

دغه راز، د حفظ‌ الصحې چک‌ لېستونه ډک او د هوټلونو او قصابیو مسؤلينو او کارکوونکو څخه د روغتیایي قوانینو پلي کولو او لازمو اصلاحاتو راوستلو په موخه لیکلې ژمنې هم واخیستل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۱۳
Background image

هلمند ولایت کې د بُست ۳۵۰ بستریز روغتون جوړولو پروژې دوهم ځل افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي، د ولایتونو د روغتیا همغږۍ او پلان او پالیسۍ ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

د هلمند د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د هلمند ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Welfare Association the Development of Afghanistan- WADAN مؤسسې سره د (۹۰۹۹۹۹. . .

BACK TO NEWS