د عامې روغتیا وزارت له لوري افغان حاجیانو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د حج کمېټې ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت ښاغلو مرستیالانو او مرکزي رئیسانو ګډون کړی وو، چې په کې د حج مراسمو پر مهال د وقایوي تدابیرو، روغتیايي چارو ښه والي او د تېر کال ستونزو په اړه بحث او خبرې وشوې.
ښاغلي وزیر حاجیانو لپاره د اړینو درملو، روغتیايي ټیمونو، وقایوي موادو او ضروري تجهیزاتو پر چمتووالي ټینګار وکړ او د ناستې له ګډونوالو یې وغوښتل، چې دې برخه کې خپلو مسؤلیتونو ته لا زیاته پاملرنه وکړي؛ ترڅو حاجیان د مناسکو پر مهال له روغتیايي ستونزو خوندي او د اړتیا پر مهال ورته لازم روغتیايي خدمات وړاندې شي.