د عامې روغتیا وزارت له لوري بېرته راستنېدونکو ته د ۲۴ ساعته روغتیايي خدمتونو د برابرولو هڅې زیاتې شوې

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د هرات، نیمروز او فراه ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره هېواد ته د بېرته راستنېدونکو لپاره د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو د ښه والي په موخه آنلاین لیدنه تر سره کړه
په دې لیدنه کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ټینګار وکړ، چې د دې ولایتونو روغتیايي مسؤلین باید بېرته راستنېدونکو ته ۲۴ ساعته روغتیایي خدمات وړاندې کړي، ترڅو راستنېدونکو ته پر وخت اړین روغتیایي خدمات تر سره شي، هغه همداراز له رئیسانو وغوښتل، چې د وړاندې کېدونکو خدماتو اوونیز راپورونه دې، د دې وزارت د رهبرۍ کمېټې او د ولایتونو د همغږۍ ریاست سره شریک کړي؛ ترڅو په دې برخه کې راتلونکي اقدامات د پلان سره سم ترسره شي.
بل لور، د هرات، نیمروز او فراه ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو بېرته راستنېدونکو ته د وړاندې شویو روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د دوی روغتیايي ټیمونو راستنېدونکو ته د واکسین، سکرینینګ او نورو روغتیایي برخو کې د خدماتو زمینه برابره کړې؛ ترڅو ورته اړین روغتیايي خدمات وړاندې شي.
د یادونې وړ ده، چې هره ورځ شاوخوا ۲۰۰۰ کډوال هېواد ته راستنېږي او د عامې روغتیا وزارت له لوري د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو څخه برخمن کېږي.