د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیايي سیستم پیاوړتیا، د خدمتونو کیفیت لوړولو او د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ ښه والي په موخه جوړ شوی څلور ورځنی ملي ورکشاپ پای ته ورسېد
د یاد ورکشاپ په جریان کې چې د مرکز او ۳۴ ولایتونو روغتیایي مسئولین یې ګډونوال وو، د عامې روغتیا وزارت له لوري بېلابېلو برخو کې مسلکي پریزینټېشنونه وړاندې، د ګډونوالو ترمنځ نظرونه تبادله، عملي تجربې شریکې او د عامې روغتیا نوې ملي پالیسۍ د اغېزمن تطبیق په اړه لازمې لارښوونې وړاندې شوې.
د ورکشاپ وروستي مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او روغتیایي پراختیا مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې مسئولینو به له دې پروګرام څخه ګټور معلومات ترلاسه کړي وي او ټینګار یې وکړ چې زده شوي میتودونه او نوې تګلارې په عملي ډګر کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، اغېزمنتیا او کیفیت لوړولو لپاره وکارول شي
ښاغلي مرستیال دغه راز زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د هېواد په کچه د روغتیايي سیستم د لا پیاوړتیا لپاره دا ډول د ظرفیت لوړونې پروګرامونه دوامدار او لا پراخ کړي.
ولایتي مسئولینو یاد ورکشاپ یو مهم او ارزښتمن اقدام وباله چې له لارې به یې د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا او د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.
