د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا ملي ستراتیژۍ د تدوین په موخه د فرعي کمېټو د ظرفیت لوړونې لومړۍ دورې دوه ورځني ورکشاپ غونډه پیل شوه

د یاد ورکشاپ پرانیسته د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم، د وزارت د یو شمېر مرکزي رئیسانو، د مقام د مشاورینو، روغتیا نړیوال سازمان استازو او د اړوندو مسؤلینو په شتون کې تر سره شوه.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي ګډونوالو ته د خپلې وینا پرمهال، د روغتیا ملي ستراتیژي د عامې روغتیا وزارت له عمده لومړیتوبونو وبلله او ویې ویل: (دا ستراتیژي د روغتیايي خدمتونو متوازنې پراختیا لپاره یو روښانه سند دی، چې له منابعو څخه اغېزمنې ګټې اخیستنې او د خلکو د اړتیاوو پوره کولو ته زمینه برابروي، هغه له ګډونوالو وغوښتل، چې شته منابعو ته په کتو او د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره هڅه وکړي، یاده ستراتیژي ژر تر ژره نهایي کړي؛ تر څو په نږدې راتلونکي کې د یو رسمي ستراتیژیک سند په درلودلو سره روغتیا برخه کې لازم اقدامات تر سره شي.