د عامې روغتیا وزارت له لوري په نورستان ولایت کې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې پیل شوې
د یادو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې د نورستان والي الحاج قاري زین العابدین عابد، د عامې روغتیا رئیس الحاج ډاکټر سمیع الله عابد نیازي، د ولایتي روغتون آمر مولوي نقیب الله نوري او یو شمېر نورو مسؤولینو په شتون کې پیل شوې.
د دغو روغتیايي مرکزونو په بیارغونې سره به د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره مناسب چاپېریال برابر او د سیمې اوسېدونکو ته به روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه لا ښه شي.
