د عامې روغتیا وزارت مرستیال د کابل روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه او د خدماتو پر ښه والي یې ټینګار وکړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۲۴
moph

رش د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنيکي پلاوي په ملتیا د مرکزي پولي کلینیک، نور د سترګو درملنې تخصصي روغتون او د وینې مرکزي بانک څخه ليدنه وکړه

د دې ليدنې په ترڅ کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال د يادو مرکزونو له بېلابېلو څانګو څخه هر اړخيزه کتنه وکړه، چې په کې د ناروغانو د درملنې بهير، د وړاندې کېدونکو روغتيايي خدمتونو کيفيت، له مراجعينو سره د کارکوونکو چلند او د کاري بهير تنظيم له نږدې و ارزول شو.

سربېره پر دې، ښاغلي مرستیال د خدمتونو لا ښه والي په موخه روغتیايي کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې تر سره او د روغتونونو له مسؤلینو او روغتيايي کارکوونکو یې وغوښتل، چې له ناروغانو سره ښه چلند وکړي او خپل مسلکي او انساني مسؤليتونه په صداقت سره اداء کړي.

هغه ټينګار وکړ، چې د ناروغانو پر وړاندې هر ډول بې‌ غوري او بې ‌پروايي د منلو وړ نه ده او ټولو ته باید پر ټاکلي وخت اړین روغتيايي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۳۰
Background image

د هرات ولایت په تورغنډۍ روغتیايي مرکز کې د خوارځواکو ماشومانو درملنې څانګه پرانیستل شوه

ياده څانګه د یونیسف (UNICEF) نړيوالې ادارې په مالي ملاتړ جوړه شوې، چې د ماشومانو د مړینې کچې کمولو او د تغذیې د وضعیت ښه والي برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي، چې د بسترونو په لرلو سره به په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د کابل روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه او د خدماتو پر ښه والي یې ټینګار وکړ

رش د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنيکي پلاوي په ملتیا د مرکزي پولي کلینیک، نور د سترګو درملنې تخصصي روغتون او د وینې مرکزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۴
Background image

د کندز په سیمه ییز روغتون کې د نسایي او ولادي څانګې لپاره دوه مجهزې عملیات‌ خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

یادې عملیات‌ خونې د بې‌ پولې ډاکټرانو (MSF) په همکارۍ او مالي ملاتړ د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره جوړې شوې، چې د معیاري ودانۍ لرلو سربېره په پرمختللو طبي تجهیزاتو هم سمبال دي. . .

BACK TO NEWS