د عامې روغتیا وزارت په کندز او تخار ولایتونو کې د پولیو د کارکوونکو بې رحمانه وژنه غندي

Panah_moph

جمعه، ۶/۱۲/۱۴۰۰

تېره ورځ په کندز او تخار ولایتونو کې د پولیو واکسین ۸ تنه کارکوونکي چې څلور یې ښځې وې، د ناپېژاندو وسله والو له خوا په جلا جلا بریدونو کې شهید شول.

د کندز ښار په مربوطاتو کې درې نارینه او یوه ښځینه واکسیناتوران په ډزو شهید شوي، د همدې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې دوه واکسیناتوران او یو د پولیو واکسین مبلغ وژل شوي او د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې یو نارینه واکسیناتور وژل شوي دي.

د برید لامل او انګیزه نه ده معلومه او امنیتي چارواکو په دې اړه پلټنې پیل کړي دي.

له دې ناوړه پېښو وروسته په تخار او کندز ولایتونو کې د پولیو د واکسین کمپاین د نورو بریدونو د مخنیوي او د نورو واکسیناتوران د خوندیتوب په موخه ودرول شو.

د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د پولیو واکسین په کارکوونکو برید په کلکه غندي او د عاملینو د نیولو او مجازاتو غوښتنه کوي. دغه وزارت همدا راز د شهیدانو کورنیو، خپلوانو، همکارانو او دوستانو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي.

خدای تعالی دې د دوی روحونه د تل لپاره آرام کړي او کورنۍ ته دې د دې نه جبرانېدونکې ضایعه زغملو توان ورکړي.

د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د پولیو  واکسین د وژل شویو کارکوونکو کورنیو او دوستانو ته خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او د پولیو له ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره د هغوی د هڅو ستاینه کوي.

د افغانستان اسلامي امارت د پولیو ختمولو ته ژمن دی او د هیواد په هر ګوټ کې به د پولیو واکسین دلومړۍ کرښې ټولو کارکوونکو ته د امنیت ډاډ ورکوي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۴۱
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د هغو درنو ډاکټرانو د پام وړ، چې تېرې ټرینري ازموینه کې بریالي شوي او د عامې روغتيا وزارت د  ۱۴۰۵ لمریز کال د تخصص پروګرام ته شامل شوي دي.

په ټینګار سره د خپلې مخکينۍ خبرتیا (د 1447/10 . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲۹
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د هغو درنو ډاکټرانو د پام وړ، چې تېرې ټرینري ازموینه کې بریالي شوي او د عامې روغتيا وزارت د  ۱۴۰۵ لمریز کال د تخصص پروګرام ته شامل شوي دي.

په ټینګار سره د خپلې مخکينۍ خبرتیا (د 1447/10 . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۴
Background image

خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت ملکي او نظامي روغتونونو ټرینري تخصص بستونو ازموینې ګډونوال، که د ازموینې په تړاو شکایت لري، خپل شکایت دې تر چهارشنبې ورځې (غويي/ثور۹ مې) نېټې پورې د مل لینک له طریقه . . .

Back to announcements