د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله "عنایت" په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازو سره د تروما اړوند ارقامو راټولولو برخه کې ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د تروما (Trauma) اړوند ډیټابیز او معلومات چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له لوري د "170" روغتیایي مراکزو څخه په منظم ډول ټولېدل، ټول سیسټم به یې د ګډ تخنیکي ټیم په همکارۍ د عامې روغتیا وزارت د DHIS2 سیسټم ته شامل او د ارقامو مالکیت به روغتیا وزارت ته
سپارل کېږي.
همدارنګه، د تروما پېښو ښودلو لپاره د یو تحلیلي ډیشبورډ جوړېدو پرېکړه هم وشوه، چې راتلونکي کې به ترې ملي او نړیوالې مؤسسې د تروما ارقامو لپاره کار اخلي.
د څارنې او پلټنې مسؤلینو له یاد بهیر څخه ملاتړ وکړ او اړوندو استازو ته یې د همکارۍ بشپړ ډاډ ورکړ.