د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د غور عامې روغتیا رئیس، مولوي عبدالواحد حماس سره ليدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۴۶
MOPH

په دې لیدنه کې د غور ولایت د روغتیايي خدمتونو پر وضعیت، شته ستونزو، ننګونو او د روغتیايي مرکزونو پر بنسټیزو اړتیاوو بحث او خبرې وشوې. د غور عامې روغتیا رئیس د روغتیايي مرکزونو تجهیز، د درملو او طبي تجهیزاتو برابرول، د بشري سرچینو پیاوړتیا، په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو پراختیا او په دغه ولایت کې د روغتیايي سکتور يو شمېر نورې اړتیاوې د عامې روغتیا له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې.

د عامې روغتیا وزیر د وړاندې شوي راپور او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته د شته امکاناتو او روانو پروګرامونو په چوکاټ کې د یادو ستونزو او اړتیاوو د حل پر اړتیا ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې عامې روغتیا وزارت به په غور ولایت کې د روغتیايي خدمتونو ښه والي او پیاوړتیا لپاره دوامداره هڅې او ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د بېلاروس د ایپیډیمولوژۍ او ناروغیو د کنټرول له مرکز څخه لیدنه وکړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د روغتیا وزیر هودژایف الکساندر په ملتیا، د دغه هېواد د ایپیډیمولوژۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۳
Background image

په سنبلې میاشت کې له ۳ زرو څخه د زیاتو درملو او روغتیايي محصولاتو نمونې د کیفیت له پلوه ارزول شوي دي

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار ریاست د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې په میاشت کې په ټوليزه توګه ۳۴۶۴ نمونې، چې ۳۳۱۸. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۵۳
Background image

لغمان ولايت کې د ۱۶۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه اساسي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند کرنج سیمه کې د یوه اساسي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ پیل شوې، چې په پنځو میاشتو کې به په اساسي او. . .

BACK TO NEWS